This is the Home of the Brave - دا د باتورانو کور

This is the Home of the Brave - دا د باتورانو کور
 

ساتو يې پۀ سرو وينو

دا د شهيدانو کور

دا د باتورانو کور

دا د باتورانو کور

 

ستا کاڼې او بوټي ټول

مونږه ته لعلونه دي

وينه پرې توی شوې ده

سرۀ لکه ګلونه دي

 

کله يې څوک نيولای شي

دا دی د زمريانو کور

دا د باتورانو کور

دا د باتورانو کور

 

تا به تل آزاد ساتو

څو چې وي ژوندون زمونږ

ستا تاريخ به ياد ساتو

څو چې وي ژوندون زمونږ

 

دې کښې به بازان اوسي

دا دی د بازانو کور

دا د باتورانو کور

دا د باتورانو کور

 

ای ګرانه وطن زما

ځار شمه لۀ تا نه زۀ

ای ښايسته چمن زما

ځار شمه لۀ تانه زۀ

 

خلاص کۀ لۀ انګرېز نه وو

شو د اورسانو ګور

دا د باتورانو کور

دا د باتورانو کور

 

ډېرۍ ککرۍ ګوره

پاتي د روسانو شوې

شنډېدۀ هر يو دښمن

واړۀ ارزوګانې شوې

 

هرچا ته معلوم شولو

دا د افغانانو کور

دا د باتورانو کور

دا د باتورانو کور

Comments

Popular posts from this blog

Katyusha - Катюша (Kazakh Ver.)

The Song of Salt - Солёная песня

Chceme Nazad Košice